خلک: د هدفي وژنو او ترورونو ډیروالي له امله مو د ژوند حلقه تنګه شوې

 خلک: د هدفي وژنو او ترورونو ډیروالي له امله مو د ژوند حلقه تنګه شوې  

د ترورونو او بریدونو په تړاو د امریکا سفارت تر خبرداري وروسته کابل ښاریان اندیښمن شوي.

کابل کې د امریکا سفارت څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي، چې ترهګر غواړي، کابل ښار کې د پوهنتون استادان، دیني عالمان، رسنۍ، میرمنې او مشهور شخصیتونه په نښه کړي او ځینو سېمو کې بریدونه وکړي.

خلک وايي، د تېرو دوو میاشتو پر مهال یوازې کابل ښار کې له لسو ډېر د پوهنتون استادان، علمي کادرونه، سوداګر او چارواکي وژل شوي دي.

دوی وايي، کابل ښار او یو شمېر ولایاتونو کې د مهمو خلکو د ترور لړۍ چې له پخوا روانه وه؛ اوس لا تېزه شوې ده، چې د امریکا سفارت لا د خلکو ذهنونو کې ویرې اچولو سره د وسله والو طالبانو لپاره کمپاین کوي او که د مخنیوي لارې چارې هم لري!؟

 د ښاریانو په وینا، د عامو خلکو د ترور پېښې دومره ډېرې دي، چې آن د یو مبایل لپاره هم ښاریان وژل شوي دي. 

د امنیتي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په ښارونو کې د هدفي وژنو او ترورونو ترسره کولو سره د دولت وسله وال مخالفین څو موخې ترلاسه کوي، چې د ملت او دولت تر منځ د فاصلې ایجاد او د خپل قوت په ښودلو سره د خلکو منځ کې ویره خپرول یې مهم ټکي دي.

د شنونکو په نظر هدفي وژنې او ترورونه غدر کې راځي او په اسلام کې غدر نشته، چې د دولت د وسله والو مخالفینو یادې کړنې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف دي.

د چارو کارپوهان وايي، د دولت وسله وال مخالفین د هدفي وژنو او ترورونو سره دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو، د چارو شنونکو او مهمو شخصیتونو ته یو پیغام ورکوي، چې که د دوی په اړه څه وویل شي؛ پایله به یې مرګ وي.

دوی وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو دا ډول تکتیک د ملت پر وړاندې جګړه ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هدفي وژنو او ترورونو کې وسله وال طالبانو او حقاني شبکه لاس لري، چې د تنظیم شبکې غړي یې وخت پر وخت نیولي او د ښار د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.

د بریدونو، ترورونو او هدفي وژنو په لړۍ کې څو ورځې وړاندي د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح هم برید وشو، چې پایله کې یې نوموړی ټپي او یو شمېر عام هېوادوال شهیدان شول.


  • 31 وږی 1399